قسمته ! ووایه پرڅه راته را ځي غمونه ـــــ په نیمه شپه کې مي د خوبه ویښوي غمونه
دد غه سويو اسوېلو تپوس مي څه ته کوې ــــــــ هسې دژمي تريخ لوګي دي له انګاره وزي
تړمو اوښکو ته مي بيا نرګس ژړلي ــــــــــــ زما شنه خالونه وران دي که ته راغلې
اوس مي لا هم د سترګو تورکې اوسي ـــــ زما د زړه په هر يوه کور کې اوسي
پر مخ يې زلفې نرى باد لکه جنډې رپوي ـــــــ د يو لانده قبر په خوا کې چا بل کړى څراغ
موږبه یوځای شوكه خدای غرونه په سیندونو یوسی ـــــ لکه اغزنه كرښه دوی ولاړترمیان دي راته
اوبه د کلي کړي سعيده ! د شرابو سيالي ـــــــ د ورځې پېغلې د شپې ستوري په چينه کې ګوري